عراق ته داستبداد بیرته ستنیدا هیڅ امکان نه لري
د عراق پخواني لومړي وزیر عادل عبدالمهدي په دغه هیواد کې دداخلی نښتو درامینځةکیدا او د یوه استبدادي حکومت دبیرته ستنیدا ناممکنه وبلله .
عراق دتیر کال په اکتوبر میاشت کې دپارلیماني انتخاباتو له ترسره کیدا وخت راهسې چې سیاسی ګوندونه ، نه دي توانیدلي ، د حکومت له جوړیدا سره پخپلا شي ، له سیاسی بحران سره مخامخ شوی دی .
شفق نیوز خبری سایټ راپور ورکړ ، دعراق پخواني لومړي وزیر عادل عبدالمهدي په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دصدام په شان استبداد او داخلی جنګ به له عراقه لیرې وي او تر څو چې انتخابات د قضائي محکمې په څارنې او آزادۍ سره یو ځاي وي ،، نو هیواد به هیڅکله ناانډوله نشي .
هغه زیاته کړې ، دا په دې معنا نه ده چې انتخابات په بشپړ ډول شفاف دي او قضائی محکمه کوم لړزانتیا نه لري ، او د ګوندونو او ډلو ټپلو شرائط ښه دي او ټولنیز چینلونه هم ټول مثبت دي .
دغه څرګندونې له دې وروسته مطرح شوي چې په همداوروستیو کې دعراق ځینو چارواکو او سیاستوالانو ، له انتخاباتو وروسته په دغه هیواد کې په سیاسی بندون پسې د داخلی جنګ د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی . په عراق کې د ملګروملتو دنمایندګۍ دپلاوي مشر جنین هنیس پلاسخارت هم په عراق کې د سیاسی بندنو د دوام او اختلافاتو د خطرو په باب خبرداری ورکړی دی.