د یمن ملت به خپلې بریاوې وساتي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113732-د_یمن_ملت_به_خپلې_بریاوې_وساتي
آل سعود رژيم او دهغو متحدان تردې دمه د یمن د ولس د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلی،په دغه هیواد کې خپلو سپیرو موخو ته چې د خپل لاسپوڅي  قدرت ته رسول دي،نه دی رسیدلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2022 01:48 Asia/Kabul
  • د یمن ملت به خپلې بریاوې وساتي

آل سعود رژيم او دهغو متحدان تردې دمه د یمن د ولس د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلی،په دغه هیواد کې خپلو سپیرو موخو ته چې د خپل لاسپوڅي  قدرت ته رسول دي،نه دی رسیدلی .

د یمن د پوځ ویندوي په دغه هیواد د سعودي ائيتلاف  دتیریو په اتمې کلیزې  کې په یولړ څرګندونو کې  ووئيل ،  شاتګ هیڅکله هم  په ایجنډا کې نشته او دیمن ملت به خپلې بریاوې په ورین تندي سره وساتي .

المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ ، دیمن دپوځ ویندوي یحیی سریع پرون  په خبری کنفرانس کې  ووئيل و  ددغه هیواد ولس  د سعودي اماراتي  ائيتلاف  دتیریو له  اوو کلونو تیریدا وروسته  هماغه شان مقاومت  کوي  او کلک دریدلی دی  او دا موضوع یوه تاریخي بریا ده .

 هغه دې ته په اشارې سره چې  په تیرو اوو کلونو کې ، دیمن په ښارونو په زرګونو بمونه اوتوغندي ووریدل  ووئيل ،  په دغو تیریو او جنایتونو پسې په لسګونو زره یمن وال شهیدان او ټپیان شوي دي . یحی سریع ددې خبرې په کولو سره چې تر نن پورې په یمن د سعودي ائیتلاف  له خوا دوه لکه څلور اویا زره  دوه سوه درې څلویښت  حملې ثبت شوي دي ، روښانه کړه ،  تیریګر ائیتلاف  په تیرو اوو کلونو کې  له ممنوعه وسلو هم استفاده کړې ده .

 دیمن  دپوځ  ویندوي دې ته په اشارې سره چې  د یمن دښمنان باید  ددغه هیواد په داخلی چارو کې له ګوت وهنو لاس په سر شي ، ووئیل ،  د یمن پوځ  څه دپاسه دیارلس زره  پوځي عملیات ترسره کړي دي، چې په هغو کې یرغلیز ، دفاعي  عملیات او د دښمن د حملو په وړاندې دفا شامله ده .  په دغو عملیاتو کې  د سعودي عربستان دپوځ  څه دپاسه لس زره پوځیان او د متحده عربی اماراتو  هم څه دپاسه یو زر دوه سوه عسکر هلاک شوي دي .

آل سعود رژيم او دهغو متحدان تردې دمه د یمن د ولس د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلی،په دغه هیواد کې خپلو سپیرو موخو ته چې د خپل لاسپوڅي  قدرت ته رسول دي،نه دی رسیدلی .