د تیریګرو هیوادونو لپاره به راتلونکي ډیر ویرونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113764-د_تیریګرو_هیوادونو_لپاره_به_راتلونکي_ډیر_ویرونکی_وي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن دفاع وزیر محمد العاطفي ټینګار وکړ د تیریګرو هیوادونو لپاره به په راتلونکي کښې د مقاومت شکل او مضمون ویرونکی وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 01:13 Asia/Kabul
  • د تیریګرو هیوادونو لپاره به راتلونکي ډیر ویرونکی وي

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن دفاع وزیر محمد العاطفي ټینګار وکړ د تیریګرو هیوادونو لپاره به په راتلونکي کښې د مقاومت شکل او مضمون ویرونکی وي .

هغه پرون وویل د یمن د خلکو د ثابت قدمۍ او مقاومت اتم کال د یمن د طوفانونو او د سټراټیژیکو وسلو د تر ټولو پرمختللیو بریاو کال  او په یمن باندې د تیریو د دفاع کولو ترټولو پیاوړی کال دی .

هغه وویل مونږ نن سبا د نویو پوځي بریاو د رامینځته کولو لپاره د پایداره ګامونو د اخیستلو په حال کښې یوو چې حیرانونکي دي داسې بریاوې چې د قواو انډول به اپوټه کړي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي هم د سعودي عربستان په سنګرونو باندې د یمن د مقاومت غورځنګ د پوځي عملیاتو په هکله ټینګار وکړ په سعودي عربستان باندې به په راتلونکي کښې د یمن د مقاومت ډلو حملې دردونکي وي او د یمن مقاومت ډلې هماغه راز په عربستان کښې د ریاض د تیلو په تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکوي .

بل خبر دا چې د یمن خبري سرچینو د سعودي عربستان په جنوب کښې په جیزان هوايي ډګر باندې د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ د توغندوي حملې خبر ورکړ .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په جیزان هوايي ډګر باندې د یمن د حملې په تائیدولو سره ادعا وکړه چې د سعودي عربستان دفاعي سیسټم دغه توغندی له مینځه وړی دی .

په عین حال کښې ځینو رسنیو د سعودي عربستان په جیزان هوايي ډګر باندې د یمن د پوځ د بې پایلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ .