عراق د سیمه ییزو اختلافاتو د حل کولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113766-عراق_د_سیمه_ییزو_اختلافاتو_د_حل_کولو_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په اسلام اباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په غونډې کښې د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره په هڅې باندې د ټینګار په ترڅ کښې د سیمه ییزو اختلافاتو د کمولو لپاره د عراق د عمل د نوښت خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 01:27 Asia/Kabul
  • عراق د سیمه ییزو اختلافاتو د حل کولو هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په اسلام اباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په غونډې کښې د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره په هڅې باندې د ټینګار په ترڅ کښې د سیمه ییزو اختلافاتو د کمولو لپاره د عراق د عمل د نوښت خبر ورکړ .

د عراق خارجه وزیر  فواد حسین د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې ټينګار وکړ د عراق حکومت د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه او د انډوله اړیکو د ټینګولو هڅه کوي او بغداد د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو ترمینځ د مشکلاتو د حل کولو او د اختلافاتو د کمولو لپاره د عمل ډیر نوښتونه وړاندې کړي دي .

هغه دغه راز د فلسطین د ملت په ملاتړ کښې د عراق په همیشني او ثابت دریځ ټینګار وکړ .

د عراق خارجه وزیر فواد حسین وویل د داعش په شمول په ترهګرو ډلو باندې د عراق د خلکو له تاریخي بریالیتوب وروسته عراق او دنیا امنه شوي ده .