سیاسی او امنیتی مشکلات یوازې دسیمې دهیوادونوپه وسیله حل کیدلی شی
د ایران خارجه وزیر له دې مخکې دلبنان له لوړپوړو چارواکو سره هم ددوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب مفصلې خبرې اترې کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې پرون دلبنان په رسمي سفر بیروت ته تللی ددغه هیواد دحکومتي چارواکو سره پر لیدوکاتو سربیره ئې نن د حزب ا... ولسی غورځنګ له عمومي منشي سید حسن نصر ا... سره هم لیده کاته وکړل .
په راپور کې وئيل شوي دي ، په بیروت کې دایران سفیر محمد جلال فیروزنیا هم په دغې کتنې کې موجود ؤ او دواړو لورو ، د لبنان او سیمې تر ټولو ورورستي او سیمه ایزو بدلونو په باب خبرې اترې کړي دي .
په دغې ناستې کې د ایران خارجه وزیر د سیمه ایزو بدلونو ، دافغانستان ،یمن ، فلسطین ، مقاومتي چورلیز او د اوکراین د وروستیو حالاتو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د لیدتوګو او همداراز د ویانا دایټمی خبرواترو او د ایران او عربستان ترمینځ د شوو خبرواترو په باب هم بحث وکړ .
امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د اسلامی ایران د توانمنیو په شمیرلو سره ټينګار وکړ ،د ایران اسلامی جمهوریت تیار دی ، له لبنان سره په یوه شفاف او ښکاره تعامل کې ، ددغه هیواد داړتیا او دلچسپۍ وړ شیان ، په تخنیکي او فني خدماتو ،صنعتي تولیداتو او د انرژۍ په زمینو کې ضرورتونه تامین کړي . هغه زیاته کړه مونږ تیار یوو، په درملنیزو ،درملو ، طبی تجهیزاتو او د لبنان د نورو اساسی اړتیا ؤ د خدماتو په زمینو کې هم له دغه هیواد سره مرسته وکړو .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر له دې مخکې دلبنان له لوړپوړو چارواکو سره هم ددوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب مفصلې خبرې اترې کړي دي .