د یمن حکومت له عربستان سره یواړخیزه اوربند اعلان کړ
زمونږ خبریال وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط بیګا وویل صنعا د دریو ورځو لپاره په یواړخیزه ډول له سعودي عربستان سره اوربند کوي .
مهدي المشاط په ټولو داخلي او خارجي جبهو کښې د یمن د وسله واله ځواکونو د درې ورځني یواړخیزه اوربند په اعلانولو سره وویل که چیرې عربستان خپل ټول ځواکونه د یمن له خاورې او سمندر څخه وباسي او د یمن پرضد خپلو حملو او کلابندۍ ختمه کړي صنعا چمتو ده دغه اوربند دائمي کړي .
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د سعودي عربستان په تیریګر ائتلاف غږ وکړ هغه ټول اقدامات چې د سولې په لاره کښې خنډ دي بند کړي .
دغه راز د یمن د سیاسي مسائیلو کارپیژاند ماهر الشامي وویل هغه وژلې چې تیریګر هیوادونه یې د یمن د خلکو پرضد کوي د بشریت پرضد تر ټولو بد جنایت دی .
هغه په یمن باندې د سعودي عربستان او د امریکا د تیري اتمې(۸) کلیزې ته په اشارې سره وویل یمن د نړۍ تر ټولو بوږنونکي جنایت سره مخامخ دی او دغه تیري د سعودي عربستان په مشرۍ سره ترسره کیږي .
دغه کارپيژاندي وویل چې ملګري ملتونه د یمن د خلکو په وژلې کښې شریک دي او له انساني مسائیلو سره تجارت کوي او هغه دامریکا تر سلطې لاندي دي .