اتحاد د یمن د کړکیچ یوازنۍ حل لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114326-اتحاد_د_یمن_د_کړکیچ_یوازنۍ_حل_لاره_ده
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي ټینګار وکړ د خارجي تیري په مقابل کښې متحد کیدل او د یمن په ازادولو کښې د ټولو خلکو ګډون د دغه هیواد د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • اتحاد د یمن د کړکیچ یوازنۍ حل لاره ده

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي ټینګار وکړ د خارجي تیري په مقابل کښې متحد کیدل او د یمن په ازادولو کښې د ټولو خلکو ګډون د دغه هیواد د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره ده .

هغه وویل مونږ داسې سولې ته تیار یوو چې د یمن د ټولو خلکو لپاره کرامت او سترتوب رامینځته کړي .

محمد البخیتي وویل د هغو ټولو کسانو په لور چې د تیریګرو هیوادونو دوکه یې خوړلي ده د ازادۍ د عملیاتو د بشپړولو لپاره د متحد کیدا لپاره زمونږ لاسونه خلاص  دي .

له تیرې شنبې ورځې راهسې د ملګروملتونو په څارنې سره په یمن کښې دوه میاشتې اوربند پیل شوی خو د یمن سرچینو ویلي دي چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې یوسل نهه پنځوس ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، بحرین ، اردن ، انګلستان او د اسرائیلو په شمول د ځینو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان په بمباریو او تیریو کښې په لسګونو زره کسان مړه او ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .