صهیونیسټي رژیم د فلسطیني شهیدانو جنازې نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114394-صهیونیسټي_رژیم_د_فلسطیني_شهیدانو_جنازې_نه_ورکوي
اسرائیلي پولیس کورنیو ته د شهادت غواړو عملیاتو د شهیدانو د جنازو د سپارلو مخه نیسي
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 06, 2022 07:42 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د فلسطیني شهیدانو جنازې نه ورکوي

اسرائیلي پولیس کورنیو ته د شهادت غواړو عملیاتو د شهیدانو د جنازو د سپارلو مخه نیسي

د تل ابیب په بني براک کښې د تیرې مارچ میاشتې د ۲۹ نیټې په عملیاتو کښې پنځه صهیونیسټان هلاک شوي وو او د مارچ په ۲۷ نیټه په الخصیره ښار کښې په استشهادي عملیاتو کښې هم دوه صهیونیسټان وژل شوي وو.

د اسرائیلو پولیسو د دغه رژيم د جنګ وزیر بني ګانټز ته سپارښتنه کړې چې په نیواکي ټاټوبي کښې د شهادت غواړو عملیاتو د عاملانو د مړو له ورسپارلو ډډه وکړي.

د صهیونیسټي رژیم د پولیسو امنیتي چارواکو له (وای نیټ) خبري سایټ سره په خبرو کښې د استشهادي عملیاتو د ترسره کونکو د جنازو له ورسپارلو سره خپل مخالفت داسې توجیه کړ چې ویره لري د هغوي د جنازې دستورې د ورته عملیاتو د پیلولو زمینه برابره کړي.