لبنانې ګوندونه:
د تل آویو عملیات د صهیونیستي رژیم امنیتي سیسټم وران کړ
د لبنان مختلفي سیاسي ګوندونو او شخصیتونو د یوې بیانیې په صادرولو سره، په تل اویو کې د فلسطیني یانو شهادت غواړي عملیات وستایل.
د فلسطیني ځوان «رعد فتحي عازم» په وروستي شهادت غواړې عملیات کې چي د تل اویو د دیزنګوف په سیمه کې د پنجشنبې په شپه تر سره شو، ۳ صهیونسیتان هلاک او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
د لبنان د مسلمانانو ټولنې د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان وکړ د شهید رعد عازم له اتلولۍ څخه ډک عملیات د صهیونیستانو ناکامي برسیره کړه او وښودله چي فلسطیني یان هیڅکله د صهیونیست تیري ګر رژیم ته غاړه نه ایږدي.
د لبنان د اسلامي توحید غورځنګ هم په یوه بیانیه کې ویلي: د صهیونیستي رژیم ځانګړي ځواکونو په نیواکي فلسطین کې د استخباراتي ولکې سره سره، د دغه شهادت غواړي عملیات په مخنیوي کې ناکامه شو، چي د امله یې د صهیونیستي رژیم ارکان او امنیتي سیسټم لرزانده شول.
د لبنان د اسلامي عمل جبهې هم د بیانیې په ورکولو سره، د دې عملیات د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې، زیاته کړې: دغه عملیات صهیونیستان له ویري سره مخ کړي او د هغوی د امنیتي سیسټم ناکارنده والې یې په ډاګه کړې ده.