د عربستان ولیعهد منصور هادي استعفا ته اړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114656-د_عربستان_ولیعهد_منصور_هادي_استعفا_ته_اړ_کړی
مهر خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي د منصور هادي څنګ ته کیدا ته په غبرګون کښې وویل هغه له واک څخه څنګ ته کیدا ته مجبوره کړی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2022 00:38 Asia/Kabul
  • د عربستان ولیعهد منصور هادي استعفا ته اړ کړی

مهر خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي د منصور هادي څنګ ته کیدا ته په غبرګون کښې وویل هغه له واک څخه څنګ ته کیدا ته مجبوره کړی شوی دی .

البخیتي وویل کله چې منصور هادي په صنعا کښې استعفا ورکړه مونږ هڅه وکړه چې هغه له دغه کار څخه  پښیمانه کړو او درې کاله هم له حکومت پرته د نورو ډلو په موافقت سره د منصور هادي د ځاې ناستي د انتخابولو په تمه وو خو هغوې دغه کار کودتا وبلله او د جنګ او کلابندۍ اعلان یې وکړ .

هغه وویل د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان منصور هادي استعفا ته مجبوره کړي او د هغه ځای ناستی یې انتخاب کړی او په غونډې کښې شته کسانو هم یوازې موافقه لاسلیک کړه .

بل خبر دا چې د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل په یمن باندې تیري کونکي هیوادونه د ناکامۍ او ماتي خوړلي داسې حد ته رسیدلي دي چې د نړۍ د خلکو لپاره ښکاره شوي ده .

هغه وویل د صبر یو مهم برکت په دې سربیره چې ستر عبادت دی له دښمن سره د مقابلې لپاره مهمه وسله ګڼل کیږي .

بدرالدین الحوثي زیاته کړه اسلامي امت د دښمن له منګولو او چیلنجونو د خلاصون لپاره له صبر پرته بله چاره نلري .