د امریکا خوځښتونه له اوربند سره په تضاد کښې دي
Apr 16, 2022 01:32 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند او د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام پرون وویل په سره سمندر کښې د امریکا خوځښتونه په یمن کښې له اوربند څخه د واشنګټن د ملاتړ له ادعا سره تضاد لري . هغه وویل د امریکا دغه اقدام په یمن کښې د پوځي او د بشر دوستانه اوربند په سیوري کښې ترسره کیږي .
محمد عبدالسلام ووویل امریکا د یمن د کلابندۍ او ورباندې د تیري د اوږدولو کوشش کوي .
بل خبر دا چې د یمن انصار الله غورځنګ په الاقصی جومات د صهیونیسټ رژیم د عسکرو برید وغاند .
د یمن انصار الله غورځنګ ویلي دي چې د نیواکي فلسطین بدلونونه عرب او اسلامي ملتونه د فلسطین د خلکو له پایدارۍ د ملاتړ لپاره جدي حرکت کولو ته ژمن کوي .
ټیګونه