د صهیونیسټ رژیم پوځیانو بیا په الاقصی جومات تیری وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114978-د_صهیونیسټ_رژیم_پوځیانو_بیا_په_الاقصی_جومات_تیری_وکړ
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ رسنیو په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د بیا یرغل کولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 06:32 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم پوځیانو بیا په الاقصی جومات تیری وکړ

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ رسنیو په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د بیا یرغل کولو خبر ورکړ .

د قدس نیواکګرو پوځیانو د فلسطین د مقاومت ډلو له خبرداریو سره سره نن  په پرله پسې ډول په الاقصی جومات کښې په موجودو فلسطینیانو یرغل وکړ .

رسنیو وویل صهیونیسټي پوځیانو د فلسطینیانو له وجود څخه د الاقصی جومات د خالي کولو هڅه وکړه .

وروستي خبرونه وايي چې فلسطینیانو د صهیونیسټانو پرضد مقاومت وکړ او له الاقصی جومات څخه وتلو ته چمتو نشول .

دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین مقاومت ډلو د صهیونیسټي عسکرو او د ښارګي میشته خلکو لخوا په الاقصی جومات باندې د هرډول تیري په هکله خبرداری ورکړی دی .