د لبنان حزب الله هم د افغانسان ترهګرې چاودنې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115070-د_لبنان_حزب_الله_هم_د_افغانسان_ترهګرې_چاودنې_وغندلې
د لبنان حزب الله له اسلامي حکومتونو او دیني مراجعو وغوښتل چې د دغه ترهګر اقدام ملاتړي تر تعقیب لاندې راولي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2022 02:51 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله هم د افغانسان ترهګرې چاودنې وغندلې

د لبنان حزب الله له اسلامي حکومتونو او دیني مراجعو وغوښتل چې د دغه ترهګر اقدام ملاتړي تر تعقیب لاندې راولي

د لبنان حزب الله غورځنګ بیګا د یوې خبرپاڼې په خپرولو او په افغانستان کښې د ترهګرو چاودنو په غندلو سره وویل چې دا ترهګر اقدامات د رمضان د مبارکې میاشتې او د خدای د کور د حرمت سپکاوی دی

حزب الله د افغانستان پرونۍ پیښې د بیګناه خلکو د وینې بهونې په لړ کښې یو خطرناک کار او د هغو قاتلانو د وحشي توب بیانونکې وبللې چې له هر ډول انساني، اخلاقي او مذهبي ارزښتونو لرې دي.

د لبنان حزب الله له اسلامي حکومتونو او دیني مراجعو وغوښتل چې د دغه ترهګر اقدام ملاتړي تر تعقیب لاندې راولي.

دغه غورځنګ وویل چې افغانستاني چارواکي دې له داعش ترهګرې ډلې سره جدي مقابله وکړي او د ورته پيښو د مخنیوي لپاره دې ښې تابیاوې غوره کړي.