فلسطینیان باید د الاقصی جومات د دفاع لپاره راشي
د الاقصی جومات مدیر په ټولو فلسطینیانو غږ وکړ چې په روژې مبارکې میاشت کښې د الاقصی جومات د دفاع لپاره دغه جومات ته ورشي .
د الاقصی جومات مدیر شیخ عمر الکسواني پرون له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د پوځیانو ظالمانه اقدامات به سبب نشي چې د الاقصی جومات د مدافعانو او د اوقافو اداره د الاقصی جومات په ملاتړ کښې له خپلو دندو لاس واخلي .
هغه په ټوله دنیا کښې په فلسطینیانو غږ وکړ چې په روژې مبارکې میاشت کښې د الاقصی جومات په لور حرکت وکړي او د هغه ملاتړ وکړي او ډاګینه یې کړه عربي او اسلامي هیوادونه او د دغو هیوادونو واکمنانان مسوولیت لري د الاقصی جومات دفاع وکړي او د دغه جومات پرضد د اسرائیلو رژيم د بیا بیا تیریو مخه ونیسي .
د فلسطین حماس غورځنګ هم څه موده مخکې صهیونیسټ رژیم په الاقصی جومات باندې له هر ډول تیري څخه منع کړ او ټينګار یې کړی و دا ډول اقدم د ستر جنګ سبب کیدلای شي او صهیونیسټ رژيم به د دغه جنګ درنه بیه ورکړي .
الاقصی جومات د بیت المقدس ښار د اسلامي او د فلسطیني هویت د اصلي بیلګې په توګه تل د قدس د نیواکګر رژیم له ورانکارو اقداماتو سره مخامخ دی .