د یمن په اوربند کښې پرمختګ نه دی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115498-د_یمن_په_اوربند_کښې_پرمختګ_نه_دی_شوی
فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ټینګار وکړ تیریګر هیوادونه د هر هغه اقدام په مقابل کښې چې د اوربند د بریالیتوب سبب کیږي خنډونه جوړوي او د اوربند په هیڅ مادې کښې پرمختګ نه دی شوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 02, 2022 05:47 Asia/Kabul
  • د یمن په اوربند کښې پرمختګ نه دی شوی

فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ټینګار وکړ تیریګر هیوادونه د هر هغه اقدام په مقابل کښې چې د اوربند د بریالیتوب سبب کیږي خنډونه جوړوي او د اوربند په هیڅ مادې کښې پرمختګ نه دی شوی .

هغه پرون د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف لخوا د پرله پسې اتم (۸) کال لپاره د یمن د کلابند کولو  دوام وغاند .

المشاط وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف داسې جنایتونه کړي دي چې د  ټرانسپورټ او د خوراکي شیانو او د درملو د بیو او د لګښتونو د زیاتیدا سبب شوي دي .

هغه د اسرائیلي دښمن پرضد د فلسطین د ملت د شهادت غواړو عملیاتو په هکله مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې جهاد او وسله واله مبارزه د فلسطین د ازادولو یوازنۍ لاره ده .