په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115786-په_الاقصی_جومات_باندې_د_صهیونیستانو_برید
صهیونیستي ځواکونه د خپلو جنایاتو په دوام کې یو ځلي بیا په الاقصی جومات باندې په برید کې ۱۰ تنه فلسطیني لمونځ کوونکي یې له ځان سره بېولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2022 08:25 Asia/Kabul
  • په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید

صهیونیستي ځواکونه د خپلو جنایاتو په دوام کې یو ځلي بیا په الاقصی جومات باندې په برید کې ۱۰ تنه فلسطیني لمونځ کوونکي یې له ځان سره بېولي دي.

د صهیونیستي رژیم ځواکونه هره ورځ په چټي پلمو سره، د اردن د سیند په لوېدیځي غاړي او د الاقصی په جومات باندې برید کوي او فلسطینیانو ته مرګژوبله اړوي او یا یې هم نیسي او بندیان کوي.

د شهاب د خبري اژانس له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم ځواکونه همدارنګه په جنین کې د ارمانې په کلي باندې په برید کې له کوم دلیل پرته ۴ فلسطیني ځوانان نیولي او له ځان سره بیولي دي.

همدارنګه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې هم ۶ فلسطیني وګړي د صهیونیستي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د صهیونیستي رژیم ځواکونو او ښاریزو د روژې د میاشتې را په دې خوا په ځلونو د الاقصی د جومات سپکاوی کړي او په سلګونو فلسطینیانو ته مرګژوبله اړولې ده.