عرب سازباز کونکي چارواکي د اسرائیلو په جرم کښې شریک دي
فارس خبري اژانس وايي د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د عسکرو لخوا د فلسطین د خبریالې د شهادت په غندلو سره ټینګار وکړ د عربو د سازباز کوونکو هیوادونو واکمنان د اسرائیلو په بشري ضد جرمونو کښې شریک دي .
دغه غورځنګ په یوې (۱)بیانیې کښې له هغو عربو هیوادونو چې له صهیونیسټ رژیم سره یې اړیکې عادي کړي دي وغوښتل دغه حقیقت درک کړي چې دوې د اسرائیلو رژیم په بشر ضده او بې شرمانه جرمونو کښې شریک دي .
دغه راز د صهیونیسټ رژیم د بایکاټ په نوم غورځنګ چې بي ډي ایس نومیږي پرون په یوې بیانیې کښې په جنین سیمه کښې د فلسطین د خبریالې میرمن شیرین ابوعاقله د شهادت په اړه وویل امریکا د دغه اقدام د غندلو پرځاې د هغه عاملان سزا کړي .
دغه غورځنګ د صهیونیسټ رژیم توکمپال سیاستونه د میرمن ابو عاقله د شهادت عامل وبلل .
صهیونیسټ رژیم تراوسه په سلګونو خبریالان نیولي ، ژوبل کړي او یا یې شهیدان کړي دي .
د فلسطین د خبریالانو د ملاتړ کمیټۍ هم وویل د خبریالانو پرضد له غلیمانه اقداماتو د صهیونیسټ رژیم هدف د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د دغه رژیم د جنایتونو د ایشوا کیدا مخه نیول دي .