عرب سازباز کونکي چارواکي د اسرائیلو په جرم کښې شریک دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115904-عرب_سازباز_کونکي_چارواکي_د_اسرائیلو_په_جرم_کښې_شریک_دي
فارس خبري اژانس وايي د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د عسکرو لخوا د فلسطین د خبریالې د شهادت په غندلو سره ټینګار وکړ د عربو د سازباز کوونکو هیوادونو واکمنان د اسرائیلو په بشري ضد جرمونو کښې شریک دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2022 01:34 Asia/Kabul
  • عرب سازباز کونکي چارواکي د اسرائیلو په جرم کښې شریک دي

فارس خبري اژانس وايي د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د عسکرو لخوا د فلسطین د خبریالې د شهادت په غندلو سره ټینګار وکړ د عربو د سازباز کوونکو هیوادونو واکمنان د اسرائیلو په بشري ضد جرمونو کښې شریک دي .

دغه غورځنګ په یوې (۱)بیانیې کښې له هغو  عربو هیوادونو چې له صهیونیسټ رژیم سره یې اړیکې عادي کړي دي وغوښتل دغه حقیقت درک کړي چې دوې د اسرائیلو رژیم په بشر ضده او بې شرمانه جرمونو کښې شریک دي .

دغه راز د صهیونیسټ رژیم د  بایکاټ په نوم غورځنګ چې بي ډي ایس نومیږي پرون په یوې بیانیې کښې په جنین سیمه کښې د فلسطین د خبریالې میرمن شیرین ابوعاقله د شهادت په اړه وویل امریکا د دغه اقدام د غندلو پرځاې د هغه عاملان سزا کړي .

دغه غورځنګ د صهیونیسټ رژیم توکمپال سیاستونه د میرمن ابو عاقله د شهادت عامل وبلل .

صهیونیسټ رژیم تراوسه په سلګونو خبریالان نیولي ، ژوبل کړي او یا یې شهیدان کړي دي .

د فلسطین د خبریالانو د ملاتړ کمیټۍ هم وویل د خبریالانو پرضد له غلیمانه اقداماتو د صهیونیسټ رژیم هدف د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د دغه رژیم د جنایتونو د ایشوا کیدا مخه نیول دي .