د اسرائیلو رژیم د له مینځه تلو په حال کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115980-د_اسرائیلو_رژیم_د_له_مینځه_تلو_په_حال_کښې_دی
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړي مشیر المصري له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د جعلي صهیونیسټ رژیم د جوړیدا کلیزه دردونکي پیښه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2022 07:05 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د له مینځه تلو په حال کښې دی

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړي مشیر المصري له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د جعلي صهیونیسټ رژیم د جوړیدا کلیزه دردونکي پیښه وبلله

او ټينګار یې وکړ د فلسطین مقاومت د اسرائیلو د پوځ لړزانده امنیتي جوړښت ګډوډ کړی دی

هغه وویل د دغه پیښې له اویا(۷۰) کلونو تیریدا وروسته د فلسطین نسلونه هماغه راز خپل ټاټوبي ته پاې بنده دي او د دغه ټاټوبي د ازادولو لپاره د خپلو پلارانو پیروي کوي .

المصري وویل د فلسطین نسلونه به دغه ټاټوبی هیر نکړي او  د خپل پوځي قدرت مقاومت یې پیاوړی کړی او د خپل بریالیتوب او د عزت کتونکي دي .

د مي د میاشتې پینځلسمه (۱۵) نیټه د فلسطین د خلکو لپاره د «نکبت» او د صهیونیسټانو لپاره د دغه جعلي رژیم د جوړیدا ورځ ده .

نکبت د عربۍ ژبې ټکی دی چې معنا یې مصیبت دی .

د فلسطین خلک په عادي ډول له غمیزو څخه د ډکو پیښو د بیانولو لپاره چې د فلسطیني سیمو له نیواک څخه وروسته رامینځته کیږي د نکبت ټکی کاروي .