د افغانستان طالبان باید د ښځو د حقوقو احترام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116006-د_افغانستان_طالبان_باید_د_ښځو_د_حقوقو_احترام_وکړي
تسنیم خبري اژانس وايي د نړۍ اوو صنعتي هیوادونو په طالبانو غږ وکړ چې د ښځو لپاره د رامینځته کړې شوي محدودیتونه لغو کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان باید د ښځو د حقوقو احترام وکړي

تسنیم خبري اژانس وايي د نړۍ اوو صنعتي هیوادونو په طالبانو غږ وکړ چې د ښځو لپاره د رامینځته کړې شوي محدودیتونه لغو کړي .

د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو یعني د امریکا ، د کاناډا ، د فرانسې ، د جرمني ، د ایټالیا ، د انګلستان او د جاپان خارجه وزیرانو او دغه راز د اروپايي اتحادیې لوړرتبه استازیو  په یوې بیانیې کښې د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د ښځو او د انجلیو لپاره رامینځته کړې شوي محدودیتونه ختم کړي او د بشري حقوقو احترام وکړي .

دغو اوو صنعتي هیوادونو چې د افغانستان میلیونونو خلکو ناوړه اقتصادي حالت ته له پام کولو پرته یې واک ته د طالبانو ډلې له رسیدا سره د مخالفت په پلمه افغانستان ته د مرستو استول بند کړي دي یا یې کمې کړي دي همدا اوس د ښځو د  حقوقو د دفاع لپاره راپورته شوي او په خپلې بیانیې کښې یې ټينګار کړی دی  چې د ښځو لپاره محدودیت د افغانستان نیمايي وسونه کموي .