د لبنان د حزب الله پرضد تبلیغات بې بنسټه وو
زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله غورځنګ د اینټرنیتي رسنیو د مرکز مسئول حسین رحال ټینګار وکړ د پارلمان له انتخاباتو څخه لاس ته راغلي نتیجې او شمیرنې د حزب الله د سیالو ډلو د ادعګانو بې اساس توب او بې بنسټ توب ثابتوي .
هغه نن په ټیلي ويژنې مرکه کښې وویل د لبنان د پارلمان انتخاباتو وښودله چې د حزب الله د سیالو ډلو او کسانو ادعا چې ویل یې د حزب الله او د امل غورځنګونو سیاسي شتون کم شوی دی او خپل اعتبار یې له لاسه ورکړی دی کاملا دروغ ، بې بنسټه او بې اساسه ده .
د لبنان د حزب الله غورځنګ دغه چارواکي وویل هغه څه چې په دریمې شمالي سیمه کښې رامینځته شول په حقیقت کښې د ټول لبنان او د ازاد ملي بهیر بریالیتوب و .
هغه په دې خبرې سره چې د بیروت ښاریزو په انتخاباتو کښې حزب الله ته رایې ورکړې وویل د لبنان ژغورل یوې پراخې حل لارې ته ضرورت لري نه دا چې نښتې ته ؛ د واکمنې سیاسي پرګنې بدلیدل په لبنان کښې د سیاسي نظام د بدلیدا په معنا نه دی .
د لبنان په انتخاباتو کښې حزب الله او امل غورځنګونو زیاتې څوکې ګټلي دي