د اړیکو رغونه اسرائیل ته د سیمي د پرېښولو سند دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116226-د_اړیکو_رغونه_اسرائیل_ته_د_سیمي_د_پرېښولو_سند_دی
په یمن کې د انصارالله مشر تاکید وکړ چي له صهیونیستي رژیم سره د عربي رژیمونو جوړجاړی او د اړیکو رغونه په ټوله سیمه باندې د ولکې لپاره اسرائیل ته لاره هواروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2022 02:47 Asia/Kabul
  • د اړیکو رغونه اسرائیل ته د سیمي د پرېښولو سند دی

په یمن کې د انصارالله مشر تاکید وکړ چي له صهیونیستي رژیم سره د عربي رژیمونو جوړجاړی او د اړیکو رغونه په ټوله سیمه باندې د ولکې لپاره اسرائیل ته لاره هواروي.

د انصارالله مشر سید عبدالملک بدرالدین حوثی د اب په ولایت کې له یمني چارواکو سره په لیده کاته کې وویل: دښمنان هڅه کوي چي د هرې ممکني لاري څخه د یمن د ولس تر مینځ نفاق راولي او په ډې توګه خپلي ګټې تامین کړي او یمن ته زیان ورسوي.

الحوثی زیاته کړه: دښمن د اوربند سره سره، په ښکاره ویلي چي د غلیمانه اقداماتو د دوام لپاره پلانونه جوړوي، د هغوی روان هلي ځلي هم د مخکنیو ناکامیو د امله دي.

د انصارالله مشر د دې په بیانولو چی امریکا تر هغه وروسته چي د خپلو غلامو هیوادونو یعني عربستان او د هغه د ملګرو څخه ډآډ تر لاسه کړ، وویل:  امریکا د یمن په حضرموت، المهرې او عدن سیمو کې د فوځي اډو د جوړولو پرېکړه کړې، خو مونږ امریکا ته د دې کار اجازه نه ورکوو.