فلسطینیان باید د الاقصی جومات لپاره بسیج شي
زمونږ خبریال وايي د الاقصی جومات خطیب عکرمه صبري په دغه جومات کښې د صهیونیسټانو پرضد د فلسطینیانو د بسیج کیدا پرضرورت ټینګار وکړ.
د الاقصی جومات خطیب عکرمه صبري نن وویل ټول فلسطینیان باید الاقصی جومات ته د ځانونو د رسولو هڅه وکړي چې له صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو له یرغلونو سره د مقابلې لپاره بسیج شي او تیارسی ووسي.
هغه وویل په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ نیواکګرانو یرغل په شدت سره دوام لري خو صهیونیسټ ښارګي میشته خلک د نیواکګرو عسکرو له ملاتړ پرته په الاقصی جومات باندې د یرغل جرات نلري.
عکرمه صبري وویل هر فلسطینی باید الاقصی جومات ته د ځان د رسولو هڅه وکړي او د الاقصی جومات په انګڼ د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو له یرغل سره د مقابلې لپاره د خلکو بسیج کول ضروري دي .
د «بیرغ لاریون» یا د «بیرغ ناڅا» په عبري تاریخ کښې د صهیونیسټ رژيم په لاس د ختیځ قدس د نیواک له کلیزې سره سمون خوري .
صهیونیسټ رژيم د ۱۹۶۷ میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په ۷ نیټه ختیځ قدس ونیوه او دغه ورځ یې د یروشلم یعني د قدس ورځ ونوموله .
ټاکل شوي ده چې نن مازیګر د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د بیرغ لاریون پیل شي داسې موضوع چې ممکنه ده د ځواب د ورکولو په هکله د فلسطیني ډلو خبرداریو ته په پام سره په فلسطیني ټاټوبو کښې حالات نور پسې خراب کړي.