د بحرین د وزیرانو بدلول په ډیموکراټیکه توګه نه دي
(last modified Thu, 16 Jun 2022 01:13:22 GMT )
Jun 16, 2022 05:43 Asia/Kabul
  • د بحرین د وزیرانو بدلول په ډیموکراټیکه توګه نه دي

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړی د بحرین د فرورۍ د میاشتې د څوارلسمې نیټې د ائتلاف د سیاسي دفتر مدیر ابراهیم العرادي وویل په بحرین کښې د وزیرانو بدلول له هیڅ ډیموکراټیک معیار سره سمون نه خوري او له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو څخه د ټاکل شویو وزیرانو د ملاتړ له اندازې سره ارتباط لري.

د ویلو ده چې د بحرین واکمن ال خلیفه دیکتاتور رژیم په تیرو شلو کلونو کښې د لومړي ځل لپاره کابینه اصلاح کړي ده او اولس وزیران یې بدل کړي دي.

د بحرین د فرورۍ د میاشتې د څوارلسمې نیټې د ائتلاف د سیاسي دفتر مدیر ابراهیم العرادي وویل په بحرین  کښې د وزیرانو ټاکل او بدلول د واکمن ال  خلیفه رژیم غوښتې او ګروهنې او له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو له عادي کولو د ټاکل شویو وزیرانو ملاتړ ته په پام سره ترسره کیږي.

د بحرین کابینه په داسې حال کښې بدله او اصلاح شوي ده چې د خارجه وزارت ، د دفاع او د مالیې وزارت په شمول مهم وزیران نه دي بدل کړې شوي او څلور نوي وزارتونه یعني د بیخ بنايي چارو ، وزارت ، د حقوقي چارو وزارت ، د پایداره پراختیا وزارت او د ټوریزم وزارتونه جوړ کړې شوي دي.

د بحرین د ال خلیفه دیکتاتور رژیم سیاسي مخالف ګوندونه او مشران باوري دي دغه بدلونونه د نړۍ د خلکو په وړاندې د واکمن رژیم د څیرې د ښه کولو لپاره هڅه ده ځکه چې د بحرین واکمنان د بشري حقوقو او د نړیوالو موسسو لخوا تر سخت دباو لاندې دي او دوې په داسې اقداماتو تورنیږي چې بشردوستانه اصول او قانوني روا والی نلري او هغه سیمه ییز او فرقه اي نژادپرستي او دغه راز د سیاسي بندیانو او د بیان د ازادۍ پرضد د پراخو محدودیتونو د رامینځته کیدا ښودنه کوي.