د صهیونیسټي رژيم جنایتونه ،مسلمان او مسیحي نه پيژني
د اسماعیل هنیه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې هغه پرون هم په بیروت کې د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ له عمومی منشي سید حسن نصر ا... سره لیده کاته اوخبرې کړي دي .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشرټينګار وکړ،صهیونیسټ رژيم د فلسطین په شد پخپلوجنایتونو کې د مسلمانانو اومسیحیانو ترمینّځ هیڅ فرق ته قایل نه دی.
المینار خبری چینل راپور ورکړ، اسماعیل هنیّه چې د لبنان په سفر تللی ، دلبنان له ولسمشر میشل عون سره له کتنې وروسته ووئیل ، په دغې کتنې کې مو ټينګار کړی چې د فلسطنیانو له کوچولو او د خپل ټاټوبی په ځاي د بل ځای خپلولو سره مخالف یوو .
د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر ددې خبرې په کولو سره چې له لبنان سره پرخپل پيوستون او د لبنان د سمندري شتمنیو په غلا کولو کې دتیریګر صهیونیسټي رژيم له اقدام سره مو په مخالفت ټينګار کړی دی ، ووئيل ، مونږ دلبنان لپاره لازیات وحدت ، ثبات او امنیت غواړو .
د اسماعیل هنیه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې هغه پرون هم په بیروت کې د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ له عمومی منشي سید حسن نصر ا... سره لیده کاته اوخبرې کړي دي .
دسید حسن نصر ا.. او اسماعیل هنیّه په کتنې کې د هغو ګواښونو په باب چې په سیمې کې دم قاومت په ضد موجود دي ، هم بحث شوی دی . همداراز دواړو لورو د فسطین د موضوع او دځينو نورو موضوعګانو ددفاع لپاره د حزب ا... او مقاومتي ډلو دملګرتیا په باب هم مشورې کړي دي .