په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117950-په_الاقصی_جومات_باندې_د_صهیونیستانو_برید
د صهیونیستي رژیم د ښارګوټو اوسیدونکي د اسرائیلي وحشي ځواکونو په ملاتړ په الاقصی جومات باندې برید کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2022 08:23 Asia/Kabul
  • په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید

د صهیونیستي رژیم د ښارګوټو اوسیدونکي د اسرائیلي وحشي ځواکونو په ملاتړ په الاقصی جومات باندې برید کړي دي.

د قدس ښار چي د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده د اسلامي د درګونې سپېڅلي نه بېلدونکی عبادتځای دی چي د صهیونیستانو له لوري تر دوامداره بریدونو لاندې دی.

د فلسطین الیوم له راپور سره سم، د صهیونیستي ښارګوټو اوسېدونکي د الاقصی جومات ته په ننوتلو سره، په لمونځ کوونکو برید کړي او د اسلام په ضد له سپکاوی ډک شعارونه ورکړي دي.

د الاقصی جومات خطیب عکرمه صبري له ټولو فلسطینیانو غوښتنه وکړه چي په جومات کې په حضور سره، د صهیونیستانو سره مقابله وکړي.

د فلسطین مقاومتي ډلې هم په ځلونو ویلي چي فلسطیني مسلمانان به د دغو جنایتونو په وړاندې په ودریږي او د الاقصی له جومات څخه به دفاع ته دوام ورکړي.