د غزې وضعیّت تربوږنونکي حده رسیدلی دی
ملګروملتو پرون پخپل وروستي راپور کې د فلسطین دغزې تړانګې وضعیّت د یوې سترې غمیزې تر حده رسیدونکی بللی دی .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ، دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د ملګروملتو د انسان دوستۍ دمرستو غږملونکي دفتر (اوچا) پرون په یوه راپور کې وئيلي دي ، د غزې تړانګې کلابندي د بې وځلۍ و بیروزګارۍ تر ټولو لوړ حد ته درسیدا لامل شوي او د فلسطینیانو داقتصاد دنابودۍ او د دوي په نړیوالو مرستو باندې تر پنځوس فی صدو پورې د تکیې لامل شوې ده .
اوچا په دغه راپور کې وئيلي دي ، د غزې تړانګې کلابندۍ تر دې دمه ددغې تړانګې دسلګونو کسانو دقربانۍ سبب شوې ده .
په دغه راپور کې د ملګروملتو دامنیت شورا د ۱۸۶۰ پریکړه لیک په اساس ، دغزې تړانګې د بشپړ ختمیدا غوښته شوې ده .
د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د ملګروملتو دانسان دوستۍ دمرستو غږملونکي دفتر د اعلامیې په اساس ، دغزې تړانګې وضعیّت ددغې سیمې د مځکنۍ ،سمندري ، او هوائي کلابندۍ له شپاړسو کلونو تیریدا ورسوت اوس تر بوږنونکي حده رسیدلی دی .د خواړو نړیوال پروګرام هم تر دې دمه په کرتو وئيلي دي ،د صهیونسټ رژيم د سیاستونو په دلیل ، لوږه اوبې وځلي په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې دلسګونو زره فلسطیینانو ژوند ګواښي .