د غزې وضعیّت تربوږنونکي حده رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117974-د_غزې_وضعیّت_تربوږنونکي_حده_رسیدلی_دی
ملګروملتو پرون پخپل وروستي راپور کې د فلسطین دغزې تړانګې  وضعیّت د یوې سترې غمیزې تر حده رسیدونکی بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 02, 2022 01:06 Asia/Kabul
  • د غزې وضعیّت تربوږنونکي حده رسیدلی دی

ملګروملتو پرون پخپل وروستي راپور کې د فلسطین دغزې تړانګې  وضعیّت د یوې سترې غمیزې تر حده رسیدونکی بللی دی .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ، دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د  ملګروملتو د انسان دوستۍ دمرستو غږملونکي دفتر (اوچا)  پرون په یوه راپور کې  وئيلي دي ،  د غزې تړانګې کلابندي  د بې وځلۍ و بیروزګارۍ  تر ټولو لوړ حد ته درسیدا  لامل شوي او د فلسطینیانو  داقتصاد دنابودۍ  او د دوي په نړیوالو مرستو باندې تر پنځوس فی صدو پورې د تکیې لامل شوې  ده .

  اوچا په دغه راپور کې   وئيلي دي ،  د غزې تړانګې کلابندۍ تر دې دمه  ددغې تړانګې دسلګونو  کسانو دقربانۍ سبب شوې ده .

 په دغه راپور کې د ملګروملتو دامنیت شورا د ۱۸۶۰ پریکړه لیک په اساس ، دغزې تړانګې د بشپړ ختمیدا غوښته شوې ده .

 د فلسطین په نیواکي  ټاټوبو کې د ملګروملتو دانسان دوستۍ  دمرستو غږملونکي دفتر  د اعلامیې په اساس ، دغزې  تړانګې  وضعیّت ددغې سیمې د مځکنۍ ،سمندري ، او هوائي کلابندۍ له شپاړسو کلونو تیریدا ورسوت اوس تر بوږنونکي  حده رسیدلی دی .د خواړو نړیوال پروګرام هم  تر دې دمه په کرتو وئيلي دي ،د صهیونسټ رژيم د  سیاستونو په دلیل ، لوږه اوبې وځلي په غزې تړانګې او  لویدیځي غاړې کې  دلسګونو زره فلسطیینانو ژوند ګواښي .