توغندوي قدرت سعودي ائیتلاف اوربند منلو ته اړباسه
د یمن د لوړې سیاسی شورا غړي ووئیل ، د انصار ا... ولسی غورځنګ توغندوي توانمنئ د سعودي ائيتلاف اور بند منلو ته اړباسۀ.
په یمن کې د انسان دوستۍ اوربند، د ۲۰۲۲کال له اپریل څخه د ملګروملتو په نوښت سره پیل شوی او ددغه اوربند نیټه،څه موده مخکې بیا د ملګروملتو په څارنې سره تمدید شوې ده .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی ، د یمن د ملی نجات حکومت د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد البخیتي په یولړڅرګندونو کې ووئيل، اوربند یوه داسې موافقه ده چې شرطونه لري ، خو د سعودي ائيتلاف هیوادونو دغو شرطونو ته چې الحدیده بندر پرانیستل او دتیلی محصولاتو واردیدیدل پکې شامل دي پابند پاتې نه شول .
البخیتي زیاته کړې، مونږ د ښاریزو دتګ راتګ د آسانتیاؤ لپاره په تغَز کې درې لارې وړاندیز کړي دي ، خو له بده مرغه سعودي ائيتلاف له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ . دوي غواړي ، دغه لاره پرانیستل شي ،ځکه چې غواړي د اوربند خلاف ورزي وکړي، دهمدې لپاره د تیریګرو هیوادونو له پابندۍ پرته امکانه نشته چې اوربند دوام وکړي.
هغه همداراز ووئيل ، دا لومړۍ ځل دی چې سعودي ائيتلاف هیوادونه د اوربند غوښته کوي او له پوځي نظره ، ترډیره حده ورته پابند دي ، که څه هم چې د دوي له خوا د ډیرو خلاف ورزیو شاهدان هم یوو .دلیل ئې دا چې دوي اوربند غواړي ،په هوائي ، او بالسټیک توغندوي زمینې کې د یمن قدرت زیات دی ، مونږ هم له دوي سره د بندرونو او هوائي ډګرونو د تړل کیدا په باب ورته مقابله کولی شو . دا د اوربند دبریالیتوب یوازینۍ لاره ده او په هره بڼه کې مونږ هغه اور بند چې شرطونه ئې په تیره بیا د کلابندۍ د لغوه کیدا په باب په شرطونو عمل ونه شي ، هیڅکله هم نه منو . ....