توغندوي قدرت سعودي ائیتلاف اوربند منلو ته اړباسه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118148-توغندوي_قدرت_سعودي_ائیتلاف_اوربند_منلو_ته_اړباسه
د یمن د لوړې سیاسی  شورا غړي  ووئیل ، د انصار ا... ولسی غورځنګ توغندوي توانمنئ د سعودي ائيتلاف  اور بند منلو ته اړباسۀ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 06, 2022 09:43 Asia/Kabul
  •  توغندوي قدرت سعودي ائیتلاف اوربند منلو ته اړباسه

د یمن د لوړې سیاسی  شورا غړي  ووئیل ، د انصار ا... ولسی غورځنګ توغندوي توانمنئ د سعودي ائيتلاف  اور بند منلو ته اړباسۀ.

په یمن کې د انسان دوستۍ اوربند، د ۲۰۲۲کال له اپریل څخه  د ملګروملتو په نوښت سره پیل شوی او ددغه اوربند نیټه،څه موده مخکې بیا د ملګروملتو  په  څارنې سره تمدید شوې ده .

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی ، د یمن د ملی نجات حکومت د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام  محمد البخیتي  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،  اوربند یوه داسې موافقه ده چې شرطونه لري ، خو د سعودي ائيتلاف هیوادونو دغو شرطونو ته چې  الحدیده بندر پرانیستل او دتیلی محصولاتو  واردیدیدل پکې شامل دي پابند پاتې نه شول .

 البخیتي زیاته کړې،  مونږ د ښاریزو دتګ راتګ د آسانتیاؤ لپاره  په تغَز کې  درې لارې وړاندیز کړي دي ، خو له بده مرغه سعودي ائيتلاف  له دغه وړاندیز سره مخالفت  وکړ .  دوي غواړي ، دغه لاره پرانیستل شي  ،ځکه چې  غواړي  د اوربند خلاف ورزي وکړي، دهمدې لپاره  د تیریګرو هیوادونو  له پابندۍ پرته  امکانه نشته چې اوربند دوام وکړي.

 هغه همداراز  ووئيل ، دا لومړۍ ځل دی چې  سعودي ائيتلاف  هیوادونه د اوربند غوښته کوي  او  له پوځي نظره ، ترډیره حده ورته پابند  دي ، که څه هم  چې  د دوي له خوا د ډیرو خلاف ورزیو  شاهدان هم یوو .دلیل ئې دا چې  دوي اوربند غواړي ،په هوائي ،  او بالسټیک توغندوي زمینې کې د یمن قدرت زیات دی ،  مونږ  هم  له دوي سره د  بندرونو او هوائي ډګرونو د تړل کیدا په باب  ورته مقابله کولی شو . دا  د اوربند دبریالیتوب یوازینۍ لاره ده او په هره بڼه کې  مونږ  هغه اور بند چې شرطونه ئې په تیره بیا  د کلابندۍ د لغوه کیدا په باب په شرطونو عمل ونه شي ،  هیڅکله هم نه منو . ....