ملګري ملتونه:
له کورنو څخه د فلسطینیانو ایستل جنګي جنایت دی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ژغملوونکی دفتر د اردن په لوېدیځه غاړه کې د الخلیل له سیمي څخه د فلسطینیانو د ایستلو او د هغوی د کورنو له ورانولو سره د مخالفت اعلان وکړ.
صهیونیستي رژیم د خپلو جنایاتو په دوام کې د اردن د سیند د لوېدیځي غاړې په الخلیل سیمه باندې فشارونه زیات کړي او د فلسطینیانو په ایستلو سره، د هغوی کورونه هواروي او پر ځای یې صهیونیستانو لپاره ښارګوټي جوړوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ژغملوونکی دفتر (اوچا) د یوې بیانیې په صادرولو سره، خبرداری ورکړی چي د الخلیل له سیمي څخه د فلسطینیانو ایستل او د هغوی د کورونو ورانول د جنیوا له موافقې سره په ټکر کې دی او جنګی جنایت بلل کیږي.
بیانیه کې راغلی چي نړیوال بشري حقوق د فلسطین له نیواکي سیمو څخه د ملکي وګړو د کورونو قبضه کول او له خپلو ټاټوبو څخه د هغوی شړل منعه کړی دی، اسرائیلي چارواکي باید ډېر ژر د فلسطینیانو د کورنو د هوارولو او فوځي عملیاتونو د ترسره کولو بهیر ودروي.
بیانیه زیاتوي چي په تېرو ۵۵ کلونو کې د فلسطینیانو د کورونو دوامداره قبضه او د نویو صهیونیستي ښارګوټو جوړونه هر څه بدل کړي چي دا کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک او د نړیوالو بشري حقوقو سره په ټکر کې دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ژغملوونکی دفتر وایي چي سمدلاسه د الخلیل په مسافر یطا سیمه کې له زرو زیات فلسطیني وګړي د خپلو کورونو د لاسه ورکولو په درشل کې دي.