د موساد الوتکه په ریاض کښې کوزه شوه
Jul 12, 2022 02:58 Asia/Kabul
صهیونیسټي رسنۍ د عربستان په پلازمینه کښې د موساد د ځانګړې الوتکې د کښیناستو خبر ورکړ
د صهیونیسټي رژیم د (کان) چینل خبریال شمعون آران پرون په یو رپورټ کښې وویل: کومه الوتکه چې مخکښې موساد استعمالوله، نن په ریاض ښار کښې کوزه شوې ده.
آران زیاته کړه: ګمان کیږي چې دا کار سیمې ته د امریکې د ولسمشر جوبایډن د سفر د سریزو د برابریدو په لړ کښې شوی وي.
ټاکل شوې چې جوبایډن د روانې جولایۍ میاشتې په ۲۳ نیټه نیواکي فلسطین ته سفر وکړي. دا سفر په داسې حال کښې ترسره کیږي چې له یوې خوا د صهیونیسټي رژيم کابینه له سیاسي کړکیچ سره مخامخ ده او له بلې خوا د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټانو جنایتونه زیات شوي دي.
ټیګونه