ترکیې په عراق بمباریو ته دوام ورکړی دی
ایران پریس خبري اژانس وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په شمال کښې په دهوک ولایت باندې د ترکیې د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.
ترکیې له تیرو څو کلونو راهسې د پي کی کی ډلې د غړیو د ځپلو په پلمه د عراق په خاورې تیري کړي دي.
د عراق حکومت او د نړۍ نورو هیوادونو د ترکیې دغو تیریو ته غبرګون ښودلی دی.
یوازې د عراق په شمال کښې په دهوک ولایت کښې د سیلانیانو په یوه مرکز د ترکیې د پوځ د تیرې چهارشنبې ورځ د توپونو په حملې کښې کابو نهه ملکي وګړي وژل شوي او یودیرش نور ژوبل شوي وو.
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د دغه حملې په غندلو سره ټینګار کړی بغداد د ترکیې تیریو ته په ځواب ورکولو کښې خپل کامل حق خوندي ګڼي.
خبري سرچینو بیګا وویل چې د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په دهوک ولایت کښې په العمادیه کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي چې تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی.
ترکیه له سعودي عربستان ، امریکا ، انګلستان ، اردن ، اسرائیلو، متحده عربي امارات ، بحرین او ځینو نورو اروپايي او عربو هیوادونو سره یوځاې په عراق ، سوریې او نورو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلي او ستره ملاتړي ده.