ترکیې سره هیڅ ډول امنیتي او فوځي موافقه نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118908-ترکیې_سره_هیڅ_ډول_امنیتي_او_فوځي_موافقه_نه_لرو
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو چي ترکیه د دې هیواد په خاورې باندې په یرغل سره، زیاته غواړې اهداف تعقیبوي، وویل: د عراق په خاوره کې د فوځي عملیات لپاره د ترکیې له هیواد سره هیڅ ډول موافقه نه ده شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 01:57 Asia/Kabul
  • ترکیې سره هیڅ ډول امنیتي او فوځي موافقه نه لرو

د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو چي ترکیه د دې هیواد په خاورې باندې په یرغل سره، زیاته غواړې اهداف تعقیبوي، وویل: د عراق په خاوره کې د فوځي عملیات لپاره د ترکیې له هیواد سره هیڅ ډول موافقه نه ده شوې.

تېره اوونۍ کې د عراق په شمالي سیمو باندې د ترکي ځواکونو په برید کې د عراق د دهوک ولایت په یوه میله ځای کې ۹ تنه سیلانیان ووژل شول.

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د دې هیواد په خاوره کې د ترکي ځواکونو عملیاتونو او فوځي شتون ته په غبرګون کې ویلي چي عراق د ترکیې د دغه ښکاره یرغل په وړاندې د ځواب ورکولو لپاره چمتو دی.

د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد الصحاف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له ترکیې څخه شکایت ته په اشارې سره، تاکید وکړ چي ترکیه باید د عراق له ولس څخه په رسمي توګه بخښنه وغواړي.

ټاکل شوی دی چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په عراق باندې د ترکیې د پرلپسې یرغل په هکله یوه غونډه تر سره کړي.

د ویلو ده چي اوسمهال ترکي ځواکونو د عراق د حکومت له اجازې پرته د دې هیواد په خاوره کې یوه لویه فوځي اډه جوړه کړې ده چي له هغه ځایه د کردانو په ضد فوځي عملیاتونه مخته وړي.