حزب الله به تل ابیب له خاورو سره خاورې کړي
د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مرکزي شورا غړي،د صهیونیسټي رژيم د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې دلبنان د ضاحیّه سیمې د تباه کولو په مقابل کې د تل ابیب له خاورو سره د خاورې کولو هوډ وکړ.
د صهیونیسټي رژيم دخزانې وزیر آویګدور لیبرمن په وروستیو کې ګواښ کړی،که حزب ا... پر مونږ دپوځي ډغرې تپلو او د ګیسو د ویستنې په پلیټ فارم حمله وکړي،نود بیروت جنوبی سیمې ضاحیّه به دمځکې له نقشې ختمه کړي.
القدس العربی راپور ورکړی دی ،دلبنان د حزب ا.. غورځنګ د مرکزي کمیټې یوه مسئول مقام شیخ نبیل قاووق په یولړ څرګندونو کې ووئيل،مقاومت خپل توغندي تیار او سنبال کړي دي او د کاریش دګیسو ویستنې پلیټ فارمونه او له دې ورآخوا به د دښمن ټارګټونه په شیشت کې راولي.
شیخ قاووق روښانه کړه،که داسرائيلی دښمن مشران پوهیدلی چې مقاومت د اسرائيلو دپوځي او ګیسو اوتیلي سټراټژيکو تاسیساتو لپاره څه څه شیان تیار کړي دي، نو په داسې بڼه کې به ئې د شپې خوبونه ورک وائ.
د لبنان د کاریش تیلو اوګیسو زیرمې ، چې څه دپاسه پنځلس کلونه کیږي،د لبنان په سواحلو کې کشف شوي،د نړیوالو شرکتونو په وسیله دترسره شوو ارزونو په اساس،ډير زیات تیل او طبیعي ګیس لري او مشخصه شوې چې ځیني زیرمې دلبنان او فلسطین ترمینځ په سواحلو کې مشترک دي.