د اسراییلو ماشوم وژونکې رژیم له زوال نشی تښتیدلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119542-د_اسراییلو_ماشوم_وژونکې_رژیم_له_زوال_نشی_تښتیدلې
د صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې دشهیدانو شمیر ۴۵کسانو ته ورسید چې په دوي کې پنځلس شهیدان ماشومان دي. په دغو یرغلونو کې د تپیانو شمیر هم ۳۶۰ تنو ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2022 09:58 Asia/Kabul
  • د اسراییلو ماشوم وژونکې رژیم له زوال نشی تښتیدلې

د صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې دشهیدانو شمیر ۴۵کسانو ته ورسید چې په دوي کې پنځلس شهیدان ماشومان دي. په دغو یرغلونو کې د تپیانو شمیر هم ۳۶۰ تنو ته رسیدلی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی په غزې د صیهونیسیټ رژیم په وروستۍ حملې کې د ۱۵ فلسطینی ماشومانو د شهادت په غبرګون کې جوته کړه د اسراییلو ماشوم وژونکې رژیم د فلسطینی ماشومانو په وژلې سره له زوال او ځوړتیا نشی تښتیدلې  .

د صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې  دشهیدانو شمیر ۴۵کسانو ته ورسید چې په دوي کې پنځلس شهیدان ماشومان دي. په دغو یرغلونو کې د تپیانو شمیر هم ۳۶۰ تنو ته رسیدلی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ټینګار وکړ بی شکه د دغو ماشومانو خویندې او وروڼه به په نږدې راتلونکی کې له ظالمو نیواکګرانو د خپل ټاټوبی ازادی ووینی .

د صهیونیست رژیم ددغو بې آمانه حملو په ځواب کې د فلسطین مقاومتي ډلو هم په نیواکي ټاټوبوکې د تل ابیب او بن ګوریّن هوائي ډګر پشمول په صهیونییسټ میشته ښارونو او ښارګوټو  څه ډپاسه شپږ سوه توغندي وویشتل چې ددغو حملو له امله ۶۰ صیهونیسټان روغتون ته منتقل شوي دي .

بالاخره د ګل په سهار د مصر په میانځګړیتوب د جهاد اسلامی غورځنګ  او صیهونیسټ رژیم ترمنیځ اوربند وشو .