د فلسطینیو شهیدانو وینه به هیڅکله هم هیر نه کړائ شي
محمود الزَهار همداراز د شهید نابلسي او په نابلس او د فلسطین په نورو ښارونو او سیمو کې دهغه اتل یارانو شجاعت او سرښیندنه د ستاینې او قدرونه وړ وبلله.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه نامتو مشر محمودالزهار ووئیل،د فلسطینیو شهیدانو وینه به هیڅکله هم تر پښو لاندې نشي او دمقاومت د دوام لپاره به دیوه هڅونکي عامل په توګه باقي پاتې وي.
د فلسطین داطلاع رسونې ادارې راپور ورکړی،محمدالزّهار بیګا د شهید ابراهیم النابلسي له کورنۍ سره په ټيلیفوني تماس کې په دې په ټينګار سره چې مقاومت د مقدسو ځایونو ددفاع او دمونږ دخلکو په ساتنې او ټاټوبي کې د غاصب نیواکګر رژيم د ناکامولو لپاره دفلسطین د ملت یوه اصلی ټاکنه ده،ووئيل؛د شهید النابلسي په دې باب وصیّت چې مقاومت باید خپله وسله پر مځکه کې نه ږدي او له مبارزې لاس وانخلي څو د نیواکګر رژيم نابودي او دفلسطین ددرست ټاټوبي آزادول محقق شي.
الزَهار همداراز د شهید نابلسي او په نابلس او د فلسطین په نورو ښارونو او سیمو کې د هغه اتل یارانو شجاعت او سرښیندنه دستاینې او قدرونه وړ وبلله.