د فلسطینیو شهیدانو وینه به هیڅکله هم هیر نه کړائ شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119654-د_فلسطینیو_شهیدانو_وینه_به_هیڅکله_هم_هیر_نه_کړائ_شي
محمود الزَهار همداراز د شهید نابلسي او په نابلس او د فلسطین په نورو ښارونو او سیمو کې دهغه اتل یارانو شجاعت او سرښیندنه د ستاینې  او قدرونه وړ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2022 08:27 Asia/Kabul
  • د فلسطینیو شهیدانو وینه به هیڅکله هم هیر نه کړائ شي

محمود الزَهار همداراز د شهید نابلسي او په نابلس او د فلسطین په نورو ښارونو او سیمو کې دهغه اتل یارانو شجاعت او سرښیندنه د ستاینې  او قدرونه وړ وبلله.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  یوه نامتو مشر محمودالزهار  ووئیل،د فلسطینیو شهیدانو وینه به هیڅکله هم تر پښو لاندې نشي او دمقاومت د دوام لپاره به دیوه  هڅونکي عامل په توګه باقي پاتې وي.

د فلسطین  داطلاع رسونې  ادارې راپور ورکړی،محمدالزّهار بیګا د شهید ابراهیم النابلسي  له کورنۍ سره په ټيلیفوني تماس کې  په دې په ټينګار سره چې  مقاومت د مقدسو ځایونو ددفاع او دمونږ دخلکو په ساتنې او ټاټوبي کې د غاصب نیواکګر رژيم  د ناکامولو لپاره دفلسطین د ملت یوه اصلی ټاکنه ده،ووئيل؛د شهید النابلسي په دې باب وصیّت چې  مقاومت باید خپله وسله پر مځکه کې  نه ږدي  او له مبارزې لاس وانخلي څو د نیواکګر رژيم نابودي او دفلسطین ددرست ټاټوبي آزادول محقق شي.

الزَهار همداراز د شهید نابلسي او په نابلس  او د فلسطین په نورو ښارونو او سیمو کې د هغه اتل یارانو  شجاعت او سرښیندنه دستاینې  او قدرونه وړ وبلله.