ملګری ملتونه دې دصنعاءهوائي ډګرد پشپړپرانیستو لپاره اقدام وکړي
د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط پر ملګروملتو غږ کړی، چې د یمن د صنعاء د نړیوال هوائي ډګر په بشبړ پرانیستو لپاره دې جدي ګام پورته کړي .
د اور بند د موافقې له تمدیدیدا او د موافقې په مادو کې له مصر او اردنه په اونۍ کې د دو الوتونو له ژمنتیا سره سره ، دیمن رسندوئي سرچینو په همداوروستیو کې د عربی تیریګر ائيتلاف د کارړنګونو په خاطر د صنعاء د نړیوال ډګر ددرستو الوتونو ددریدا خبر ورکړی او وئیلی ئې دي ،چې ټآکل شوي الوتونه هم تر بلې ا طلاع پورې ځنډول شوي دي.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، دیمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط ددغه هیواد دټرانسپورټي چارو له وزیر سره په کتنې کې دصنعاء دهوائي ډګر دپرانیستو په ضرورت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ،ملګري ملتونه باید داوربند دمادو په اساس د صنعاء د نړیوال هوائي ډګر د نوو الوتونو د بیرته پیلیدا په باب پخپلو ژمنو عمل وکړي څو ددغه هوائي ډګر بې قید اوشرطه د بشبړ پرانیستو لاره هواره شي.
المشاط همداراز د صنعاء د هوائي ډګر له لارې د تلونکو اوراتلونکو مسافرانو ته لازمو آسانتیاؤ په برابرولو هم ټينګار وکړ.