د ترکیې او د صهیونیستي رژیم تر مینځ جوړجاړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119858-د_ترکیې_او_د_صهیونیستي_رژیم_تر_مینځ_جوړجاړی
د صهیونیستي رژیم لومړي ویلي چي انکارا او تل ابیب خپلي اړیکې له سره پیل کړي او د یو بل هیوادونو ته به سفیران ولېږدوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2022 01:54 Asia/Kabul
  • د ترکیې او د صهیونیستي رژیم تر مینځ جوړجاړی

د صهیونیستي رژیم لومړي ویلي چي انکارا او تل ابیب خپلي اړیکې له سره پیل کړي او د یو بل هیوادونو ته به سفیران ولېږدوي.

د الجزیرې له راپور سره سم، په داسي حال کې چي د اسرائیل رژیم په فلسطیني ولس باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړي او فلسطینیان له دغه نیواکګر رژیم سره د هر ډول جوړجاړی غندنه کوي، د صهیونیستي رژیم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي د دې رژیم لومړي وزیر یائیر لاپید او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ټلفوني تماس کې تل ابیب او انکارا ته د سفیرانو د لېږدولو هوکړه کړې ده.

خو په عین حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ادعا کوي چي ترکیه به د فلسطین له مسالې څخه لاس وانخلي.

دا په داسي حال کې دی چي تیره میاشته کې هم د صهیونیستي رژیم ولسمشر اسحاق هرتزوګ د اردوغان په بلنه ترکیې ته سفر کړی و.