په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو تیارسئ
د سوریې په ختیځه کې د اشغالګرو امریکایي ځواکونو په دوو اډو باندې تر راکټي بریدونو وروسته، د سنټکام د ترهګرو قومندان په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو د تیارسئ خبر ورکړی دی.
تیره شپه په العمر تیلي میدان او د کوئیکو ګازي تاسیساتو کې د امریکایي ځواکونو په دوو اډو باندې راکټي بریدونه شوي چي دا بریدونه د امریکایي ځواکونو د وروستي عملیات په ځواب کې شوي دي.
د اسکای نیوز له راپور سره سم، تر یادو بریدونو وروسته، د امریکې د سنټکام د قومندانی درستیزولی مشر مایکل اریک کوریلا د احتمالي بریدونو د ګواښ د امله په سوریې او عراق کې د امریکې نیواکګرو ځواکونو د تیارسئ خبر ورکړی دی.
د سنټکام د ترهګرو د قومندان په وېنا، په یادو اډو کې دوې امریکایي سرتېري ژوبل شوي دي.
امریکا په وروستیو کلونو کې له ترهګرو او داعش سره د مقابلې په پلمه له بیلتون پالو وسلوالو څخه ملاتړ کوي او د سوریې د تیلو زیرمې یې لاندې کړي دي.
ټرامپ تر دې مخکې ویلې وه چي په سوریې کې د امریکایي فوځیانو شتون د تېلو د څاګانو د امله دي.