د حماس او اسلامی جهاد ترمینځ اړیکې نوره هم پیاوړي شوي
د حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو مشرانو ټينګار کړی چې قدس د فلسطین ابدي پلازمینه او له صهونیسټي دښمن سره د ډغرې یو اصلی مرکز دی او او وحشي او تیریګر صهیونیسټي دښمن به هیڅکله هم ددغه جومات د ویشلو جوګه نشي.
فلسطین الیوم خبری سایټ راپور ورکړیو د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د مشرانو یوه پلاوي،په بیروت کې د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشي زیاد النخاله سره لیده کاته وکړل.
په راپور کې وئيل شوي دي ،دحماس غورځنګ دمشرانو په پلاوي کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مرستیال مشر صالح العاروري ، دسیاسی دفتر یو مسئول خلیل الحیّه او زاهر جبارین او یو شمیر نور مشران او مسئولان شامل وو.
دواړو لورو،په دغې کتنې کې د فلسطین او سیمې تر ټولو وروستي بدلونونه، په نیواکي ټاټوبو کې مقاومت ته دګوزار ورکولو لپاره د صهیونیسټي دښمن د هلوځلو،په غزې کې د درې ورځني جنګ میداني وحدت او بریاو او د فلسطینیو بندیانو د سرښیندنو ارزول چورلیزونه وو.
د حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو مشرانو ټينګار کړی چې قدس د فلسطین ابدي پلازمینه او له صهونیسټي دښمن سره د ډغرې یو اصلی مرکز دی او او وحشي او تیریګر صهیونیسټي دښمن به هیڅکله هم ددغه جومات د ویشلو جوګه نشي. دوي دې ته په اشارې سره چې له نیواکګرانو سره جنګ به له درست فلسطیني ټاټوبي د دوي تر شړلو پورې دوام ومومي ، او د حماس او اسلامی جهاد او درستو مبارزو ډلو ټپلو اړیکې به ورځ تر بلې لاپیاوړي او یو موټي شي.