د حماس او اسلامی جهاد ترمینځ  اړیکې نوره هم پیاوړي شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120192-د_حماس_او_اسلامی_جهاد_ترمینځ_اړیکې_نوره_هم_پیاوړي_شوي
د حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو مشرانو ټينګار کړی چې قدس د فلسطین   ابدي پلازمینه او له صهونیسټي دښمن سره د  ډغرې یو اصلی مرکز دی او  او وحشي او تیریګر صهیونیسټي دښمن به هیڅکله هم ددغه جومات د ویشلو جوګه نشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 08:52 Asia/Kabul
  • د حماس او اسلامی جهاد ترمینځ  اړیکې نوره هم پیاوړي شوي

د حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو مشرانو ټينګار کړی چې قدس د فلسطین   ابدي پلازمینه او له صهونیسټي دښمن سره د  ډغرې یو اصلی مرکز دی او  او وحشي او تیریګر صهیونیسټي دښمن به هیڅکله هم ددغه جومات د ویشلو جوګه نشي.

فلسطین الیوم خبری سایټ راپور ورکړیو د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د مشرانو یوه پلاوي،په بیروت کې د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشي زیاد النخاله سره لیده کاته وکړل.

 په راپور کې وئيل شوي دي ،دحماس غورځنګ دمشرانو په پلاوي کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مرستیال مشر صالح العاروري ، دسیاسی دفتر یو مسئول خلیل الحیّه او زاهر جبارین  او یو شمیر نور  مشران او مسئولان شامل  وو.

دواړو لورو،په دغې کتنې کې د فلسطین او سیمې تر ټولو وروستي بدلونونه، په نیواکي ټاټوبو کې مقاومت ته دګوزار ورکولو لپاره د صهیونیسټي دښمن د هلوځلو،په غزې کې د درې ورځني  جنګ  میداني وحدت  او بریاو او د فلسطینیو بندیانو  د سرښیندنو ارزول  چورلیزونه وو.

د حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو مشرانو ټينګار کړی چې قدس د فلسطین   ابدي پلازمینه او له صهونیسټي دښمن سره د  ډغرې یو اصلی مرکز دی او  او وحشي او تیریګر صهیونیسټي دښمن به هیڅکله هم ددغه جومات د ویشلو جوګه نشي. دوي دې ته په اشارې سره  چې  له نیواکګرانو سره جنګ به له درست فلسطیني ټاټوبي د دوي  تر شړلو پورې دوام ومومي ، او د حماس او اسلامی جهاد او درستو مبارزو ډلو ټپلو  اړیکې به ورځ تر بلې لاپیاوړي او یو موټي شي.