د لبنان راتلونکی ولسمشر باید د هیواد دفاع وکړي
تسنیم خبري اژانس وايي د لبنان په پارلمان کښې د حزب الله فراکسیون مشر محمد رعد د اقتصادي کړکیچ د حل کولو لپاره د تیلو او د ګازو په شتمنیو باندې د پانګونې پرضرورت ټینګار سره ویل راتلونکی ولسمشر باید داسی کس وي چې وکولای شي د لبنان د ملي واکمنۍ او د ګټو دفاع وکړي.
هغه د لبنان سیاسي دوسیې ته په اشارې سره وویل د هیواد راتلونکی ولسمشر باید قوي او د لبنان واکمنۍ ته ژمن سړی وي او وکولای شي د لبنان دفاع وکړي او د هیواد لپاره سرشیندنه وکړي.
د لبنان په پارلمان کښې د حزب الله فراکسیون مشر محمد رعد زیاته کړه مونږ د خپل هیواد د واکمنۍ د دفاع او د ساتنې هڅه کوو ځکه چې دغه چاره زمونږ د ملي ، انساني او د اخلاقي کرامت برخه ده او له مونږ سره مرسته کوي چې د لبنان د شتمنیو ساتنه وکړو په تیره بیا له هغه سخت اقتصادي کړکیچ سره چې مونږ ورسره مخ یوو.
صهیونیسټ رژیم څه موده مخکې د لبنان په سمندري حریم باندې تیري سره په مدیترانه سمندرګي کښې د ګازو یو پلیټ فارم دیره کړ.
ټاکل شوي ده چې صهیونیسټ رژيم د «کاریش» د ګازو د پلیټ فارم په لګولو سره له هغه د ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره استفاده وکړي د لبنان چارواکو د تل اویو دغه اقدام ته سخت غبرګون ښودلی دی.