له عراق څخه د ایراني زیارتوالو د راستنولو لپاره ځانګړي پروازونه
د ایران د هوایي چلند د ادارې مرستیال ویلي چي له عراق څخه د ایراني زیارتوالو د راستنولو لپاره ځانګړي پروازونه په نظر کې نیول شوي دي.
په عراق کې له سیاسي فعالیتونو د مقتدی صدر له ګوښه کېدو وروسته، د هغه پلویانو په بغداد او یو شمېر نورو ښارونو کې په بلواو لاس پوري کړي دي.
په تېرو ورځو کې د مقتدی صدر پلویانو د عراق په ولسمشریزې ماڼۍ باندې هم برید کړي وه چي د امنیتي ځواکونو له لوري په شاه ټمبل شوي دي.
د ایران د هوایي چلند د ادارې مرستیال حسن خوشخو ویلي چي د عراق په لوري د ایران ټول پروازونه تر نامعلومه مودې پوري بند شوي دي.
د ایران د حج او د زیارت سازمان هم ویلي چي په عراق کې ایراني زیارتوال په امن کې دي خو عراق ته ټوله تلونکي زیارتي کاروانونه لغوه شوي دي.
په بغداد کې د ایران سفارت د یوې بیانیې په صادرولو سره له ایراني زیارتوالو غوښتي دي چي د بغداد، کاظمین او سامرا په ښارونو کې له تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د عراق د حکومت له خوا د اعلان شوی ګرځبندیز درناوی وکړي.
په عراق کې تر پارلماني ټاکنو وروسته د مقتدا صدر ائتلاف د حکومت په جوړولو بریالی نه شو، خو کله چي د مقتدا صدر سیاسي اپوزیسیون د کابینې د جوړولو چارې په غاړه واخیستې، مقتدا صدر له سیاسي فعالیتونو د استعفا اعلان وکړ او پلویان یې سړکونو کې په بلواو لاس پوري کړ.