امریکا د مینځني ختیځ حالات خرابوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120638-امریکا_د_مینځني_ختیځ_حالات_خرابوي
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت چې د واشنګټن د سلطه غواړو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ ادعا کوي د خپل هیواد له سرحدونو زرګونو کلومیټره لیرې د خپلو متحدانو د امنیت د تامینولو په پلمه د لویدیځې اسیا سیمې د حالاتو د خرابولو او د بلا غوښتنې په حال کښې دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 06, 2022 04:34 Asia/Kabul
  • امریکا د مینځني ختیځ حالات خرابوي

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت چې د واشنګټن د سلطه غواړو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ ادعا کوي د خپل هیواد له سرحدونو زرګونو کلومیټره لیرې د خپلو متحدانو د امنیت د تامینولو په پلمه د لویدیځې اسیا سیمې د حالاتو د خرابولو او د بلا غوښتنې په حال کښې دی.

د امریکا هوايي ځواک ویلي دي چې د دغه هیواد دوو(۲) بي دوه پنځوس جنګي الوتکو په تیرې شنبې ورځ په لویدیځې اسیا سیمې کښې ماموریت ترسره کړ.

د سعودي عربستان دفاع وزارت هم پرون وویل چې د عربستان په شمال کښې په باچا فیصل هوايي اډې کښې د امریکا او د عربستان د هوايي ځواکونو ترمینځ ګډه پوځي مانوره پیل شوي ده.

دا د تیرې جون میاشتې په نیمايي کښې سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سفر وروسته د واشنګټن او د ریاض دوهمه ګډه پوځي مانوره ده چې ترسره کیږي.

امریکا، سعودي عربستان ، بریتانیا، متحده عربي امارات او نور عرب او اروپايي هیوادونه د مینځني ختیځ سیمې د حالاتو اصلي خرابونکي او د داعش ، القاعده او نورو ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي هیوادونه دي.