د اسلامی مقدساتو سپکاوی د فلسطین د ملت سپکاوی دی
محمدحسن دالاقصی جومات په حدودو کې دننه ، یوه صهیونیسټ میشته اوسدونکی یهوداګلیک د شپلۍ غږول محکوم کړ او وې وئیل، دغه شان اقدام خطرناک او غیر مسئولانه دی.
د قدس مفتي په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د اسلامی مقدساتو هرډول سپکاوی او اسلامی ارزښتونو ته په سپک نظیر سره کتل ، د اسلامی امت او دفلسطین دملت سپکاوی حسابیږي او یوازینۍ نتیجه ئې د صهیونیسټي رژيم لپاره ویجاړیدا او کنډوالی دي .
د فلسطین د اطلاع رسونې د ادارې دراپور په اساس ، د قدس مفتی شیخ محمد حسین پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په الاقصی جومات کې دصهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسدونکو داقداماتو په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې وکړ، دغه اقدامات به سیمه او نړۍ حتما د دینی جنګ په لور وکاږي .
محمدحسن دالاقصی جومات په حدودو کې دننه ، یوه صهیونیسټ میشته اوسدونکی یهوداګلیک د شپلۍ غږول محکوم کړ او وې وئیل، دغه شان اقدام خطرناک او غیر مسئولانه دی.
دقدس مفتي په دې خبرې په ټينګار سره چې الاقصی جومات به په دغه جومات کې د خپل نفوذ دټغر د غوړولو لپاره د صهیونیسټي دښمن له هلوځلو سره سره مقدس اسلامی ځاي باقي باتې وي ،پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وکړ،د اسلامی مقدساتو د سپکاویو ددریدا او دنیواکي فلسطین په مختلفو سیمو کې د ټولو مقدسو ځایونو باندې د صهیونیسټانو دتیریو دمخنیوي لپاره د مداخل غوښته وکړه.
دملګروملتو علمی ،تعلیمی او کلتوري ادارې (یونیسکو) د ۲۰۱۷کال په اکتوبر کې وئیلي دي ،الاقصی جومات له مسلمانانو سره اړه لري او له یهودیانو سره هیڅ ارتباط نه لري.