په عراق کښې د ایران زیارتواله نه ده مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120920-په_عراق_کښې_د_ایران_زیارتواله_نه_ده_مړه_شوي
فارس خبري اژانس وايي د حضرت امام علي علیه السلام سپيڅلي استان پرون وویل له ګڼې ګوڼې وروسته د یوشمیر ښځینه زیارتوالو د مړ کیدا په هکله خپور شوی خبر دروغ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2022 00:17 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د ایران زیارتواله نه ده مړه شوي

فارس خبري اژانس وايي د حضرت امام علي علیه السلام سپيڅلي استان پرون وویل له ګڼې ګوڼې وروسته د یوشمیر ښځینه زیارتوالو د مړ کیدا په هکله خپور شوی خبر دروغ دی.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په عراق کښې له سختې ګڼې ګوڼې وروسته د حضرت امام علي علیه السلام د سپیڅلي حرم په داخل کښې د ایران یوه میرمنه مړه شوي ده.

د حضرت امام حسین علیه السلام اربعین ته په پاټې څو ورځو کښې له ټولې نړۍ څخه زیارتوال عراق ته روان شوي چې ځانونه کربلا ښار ته  ورسوي.

په عین حال کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلي زیارت ویاند علي شیر پرون اټکل وکړ چې د روان کال د حسیني اربعین مراسم به د عراق د تاریخ په اوږدو کښې تر ټولو ستر مراسم وي.