لبنان د امریکا له جنګ سره مخامخ دی
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا نائب رئیس شیخ علي دعموش وویل: امریکا له لبنان سره د هراړخیزه جنګ په حال کښې ده چې ملت په ګونډو کړي او مقاومت بې وسلې کړي.
هغه پرون وویل امریکا غواړي په دغه اقتصادي، سیاسي او رسندوي جنګ سره له لبنان سره داسې کار وکړي چې د لبنان ملت تسلیم شي او بې طرفه پاتې شي.
شیخ دعموش ټینګار وکړ امریکا باید پوهه شي چې د لبنان ملت د حضرت امام حسین علیه السلام په لاره کښې حرکت کوي او د مقاومت بیرغ یې پورته کړی او په ترټولو سختو شرایطو کښې یې له مقاومت څخه له ملاتړ کولو لاس نه دی اخیستی او همدا اوس او په راتلونکي کښې چې دباونه او چیلنجونه څومره ستر هم وي له مقاومت لاس نه اخلي او دوښمن باید د لبنان ملت ته له ماتي ورکولو ناهیلی شي.
د لبنان د حزب اله د اجرايي شورا نائب رئیس شیخ علي دعموش زیاته کړه د لبنان د کړاونو او د کړکیچونو مسووله او عامله امریکا ده چې له نورو هیوادونو څخه د بریښنا او د مرستو د ترلاسه کولو مخنیوی کوي او کلونه کلونه یې حتی له هغو میدانونو څخه چې په هکله یې هیڅ شخړه نشته د لبنان لخوا د تیلو او ګازو د استخراجولو مخه نیولي ده.
هغه وویل د لبنان ځینې سیاسي شخصیتونه او رسنۍ هڅه کوي چې په تور لګولو او لمسولو سره په مقاومت ډلو باندې د لبنان د خلکو اعتماد لړزانده کړي او مقاومت شاتګ او تسلیمیدا ته مجبوره کړي چې باید دوې ته ووایو چې هڅه مو چټي ده.