د فلسطین کورواکه تشکیلات دصهیونیسټانو په ساتونکي بدل شوي دي
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د رسندوئي دفتر یوه مسئول مقام کورواکه تشکیلات چې د فلسطین د آزادۍ جبهې (پي ایل او) او صهیونیسټي رژيم ترمینخ د اسلو دسازباز دموافقې محصول دی ، د صهیونیسټانو ساتونکی وبالۀ.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ رسندوئي مسئول داؤد شهاب نن له ایرنا خبری آژانس سره په خبروکې روښانه کړې ، د اسلو تړون د فلسطین لپاره یوه غمیزه وه او پائيلې ئې هماغه شان د فلسطینیانو په مرئ کې هډوکی دی او ددغې موافقې لاسلیک کونکو هڅه کړې ده،د فلسطین د ملی مبارزې لاره بدله کړي او لاره د فلسطین دټاټوبي له آزادولو بل لور ته منحرفه کړي.
د اسلامی جهاد غورځنګ دغه مسئول مقام ټینګارکړیدی،هغه تاوانونه چې د اوسلو موافقې د فلسطین موضوع ته رسولي دي،له هیچا پټ نه دي او د ښارګوټو د جوړونې پراختیا،دقدس اولویدیځې غاړې دیهودي کولو هڅه او په فلسطینیو ډلو کې درز او تفرقه اچول،ددغې غمیزې او سپیرې موافقې دنتیجو یو مثال دی.
داؤدشهاب روښانه کړې ده،داسلو موافقه سبب شوې ده،پرفلسطینيو مبارزانو اومجاهدینو د زندانونو دروازې پرانیستل شي او بل پلوۀ د فلسطین کورواکه تشکیلات له نیواکګرو سره په امنیتی غږملونکي او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په ساتونکي بدل شي.